اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف فټ بال ورلډ کپ كښې د ارجنټائن په ضد د سعودي په كاميابۍ د سعودي فټ بال ډلې او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان له مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د سعودي د فټ بال لوبډلې غوره لوبه كړې او د ارجنټائن په ضد ئې د فيفا ورلډ کپ په خوندور مېچ كښې لوي اپ سېټ كولو سره تاريخ رقم كړے۔ وزيراعظم ووئيل په دې كاميابۍ د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د زړه د اخلاصه مباركي وركوم او مونږ په دې عظيمه كاميابۍ د سعودي وروڼو خوېندو په خوشحالۍ كښې برابر شريك يو