د پي ټي آئي لانګ مارچ خونړې مارچ دے، د مارچ اسلام آباد ته د راتللو هېڅ آثار نشته۔ د وزيراعظم سلاحكار عطاء تارړ پرېس کنفرنس

image

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي لپاره د وزيراعظم سلاحكار عطاء تارړ وئيلي دي د پي ټي آئي لانګ مارچ خونړې مارچ دے، د مارچ اسلام آباد ته د راتللو هېڅ آثار نشته٬ نن هم يو 14 كلن ماشومټ کنټينر سره د ټكر له امله مړ شوے ٬ د چا نه د دې ماشوم د مرګ پوښتنه وكړو٬ اوس ټرېنډ جوړ شوے چې يو كس مړ شي نو ډله د چېك سره د ھغه كور ته ورسۍ، آيا په چېك د انساني ځان د زيان ازاله كېدلې شي٬ د فېصل واوډا خبرې رښتيا كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ عطاء تارړ ووئېل عمران خان تاسو د شپې لاهور ته ځې دمه كوې او او بيا بله ورځ د غرمې مارچ له ځې ٬ دا لانګ مارچ نه دے بلكې ګوګي بچاٶ مارچ دے٬ ده ووئېل دوي اېن آر او غواړي او خپله غلا پټول غواړي، عمران خان ته په فارن فنډنګ كېس د طلبې نوټس جاري كړے شوے ٬ سېف نيازي په دې كېس كښې مفرور دے ٬ د سائفر په معامله د پخواني وزيراعظم پرنسپل سېكرټري اعظم خان د اګست څخه د هېواد نه تښتېدلے دے٬ ھغه اېف آئي اے ته يو مېل كښې وئيلي دي چې كېدې شي په پنځلسو ورځو كښې پاكستان ته راشم٬ ده ووئېل ھغه تحقيقاتو ته ولې نه مخامخ كېږي٬ فرح ګوګي٬ احسن ګجر او اعظم خان بهر هېوادونو ته تللي ٬ په دغه معامله شاه محمود قرېشي او اسد عمر هم رابللے شوي٬ هسې نه چې دوي هم د هېواد نه وتښتي٬ ده ووئېل اسد عمر نن رابللے شوے ٶ خو تر اوسه ئې ځواب جمع نه كړے شو۔ د يوې پوښتنې په ځواب عطاء تارړ ووئيل زما نعره وه چې ووټ ته عزت وركړې او د دوي نعره ده ما له ووټ واخلې ٬ زمونږ تنقيد هله ختم شو چې كله ادارې ووئيل مونږ نيوټرل يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كرپشن رېكټ د ده د كور نه چلېږي٬ د سائفر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سائفر تحقيقات لپاره ځكه كېږي چې دا سازش د هېواد په ضد شوے، په قانوني توګه سائفر جلسه كښې نه شې ښودلے كېدے ځكه چې دا حساس دستاوېز دے، د سائفر په وركېدو هم تحقيقات روان دي٬ په دې معامله جے آئي ټي كار كوي ډېر زر به ئې نتيجه راوځي۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں