وفاقي وزيرې شازيه مري د ارواښادې خبريالې صدف نعيم كورنۍ سره غمرازي وكړه

image

اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري په اچهره لاهور كښې د ارواښادې صدف نعيم خاوند نعيم احمد سره غمرازي كولو سره د هغې روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني او لوړو درجو له دعا وكړه۔ شازيه مري د ارواښادې كوچنيان ځان ته رانزدې كولو سره د هغې پلار او د غمجنې كورنۍ نورو غړو سره خواخوږي ښكاره كړه۔ شازيه مري په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل سياسي ګوندونه بايد د دې ډول كورېج كوؤنكو خبريالانو ساتنې له هم اقدامات وكړي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں