وزیراعظم عمران خان چې كله د سېكرټ بېلټنګ په ځائ د شو آف هېنډ د لارې د سېنېټ د ټاكنو وړاندېز وركړې ٶ نو دواړو ګوندونو رد كړے ٶ

image
APP05-01 ISLAMABAD: August 01 – Special Assistant to Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons during an exhibition titled Hamara Quaid Hamara Pakistan arranged by Directorate of Electronic Media and Publications (DEMP) at Lok Virsa. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان چې كله د سېكرټ بېلټنګ په ځائ د شو آف هېنډ د لارې د سېنېټ د ټاكنو تجويز وركړې ٶ نو دواړو ګوندونو رد كړے ٶ٬ پي ټي آئي يوازنې سياسي ګوند دے چې د وفادارۍ بدلوٶنكو په ضد ئې د صوبائي غړو په ضد كاروائي كړې ده ٬ د هېواد په سياست كښې د اخلاقياتو مرۍ زور كوٶنكي نن په كومه خله د اخلاقي سياست درس وركوي؟٬ د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د اولس رد كولو نه پس پرون دوي په سېنېټ كښې هم ماتي سره مخ شوي ۔ د جمعې په ورځ خپل ټوئټ كښې دې ووئيل اوس به هم په دې لړ كښې د مثبت اقدام او بدلون ملاتړ كوٶ۔ دې ووئيل احسن اقبال دې تحقيقاتي كمېټي خامخا جوړه كړې خو د تحقيقات دائره دې د چهانګا مانګا ځنګولونو او د مري تر ښائسته رېسټ هاٶس پراخه كړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د هېواد په سياست كښې د اخلاقياتو مرۍ زور كوٶنكي نن په كومه خله د اخلاقي سياست درس وركوي؟۔ دې ووئيل كه دې دواړو ګوندونو د كرپشن نه لمن خلاصه نه كړه نو تر يو څو ضلعو به محدود پاتې شي۔ خاص مرستيالې ووئيل د كرپټ قيادت دفاع كوٶنكې هېڅ سباون نه لري۔)ګ ل

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں