د افغانستان اولس مشر اشرف غني د پاکستان دوره سيمه امناكه جوړولو٬ سيمه ايز استحكام او د شخړو هواري لپاره مهمه ده

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې ن د افغانستان اولس شمر اشرف غني د پاکستان دوره به په سفارتي محاذ د نوې خدوحال تعين كوي٬ منطقه امناكه جوړولو٬ سيمه ايز استحكام او متنازعه چارو هواري لپاره ډېره د اهميت وړ ده٬ د پاکستان اولس او حكومتونو د افغان اولس د هيلو ٬ جذباتو او احساساتو ترجمانۍ لپاره تل ډېرې قربانۍ وركړې دي٬ د افغان اولس مشر د پاكستان دورې په مهال به د دواړو اړخو نكته نظر اورېدو سره به جامع حكمت عملي جوړولې شي٬ پاکستان د خېر سګالۍ جذبې له مخې د 35 لکھ نه د زياتو افغان كډوالو پاكستان پالنه كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د زيارت په ورځ اے پي پي سره كړې دې۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان ګرده نړۍ كښې د پاكستان اصل څېره رامخې ته كولو او د قامي مفاداتو تحفظ لپاره هڅې كوي٬ پاکستان او افغانستان دوه اسلامي روڼه هېوادونه دي٬ د افغان اولس د هيلو له مخې افغانستان كښې امن ٬ دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو ٬ د پولو دواړو اړخو ته د مېشته قبائيلي اولس ژوند ښه كولو لپاره عمران خان وژن له مخې د افغان اولس مشر اشرف غني دوره به مركزي كردار ولوبوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د دې اميد څرګندونه وكړ چې اولس مشر اشرف غني به د پاکستان قامي سلامتيا سره تړلې اقداماتو كښې برخه جوړېدو سره سره د دوه اړخيز تجارت وده ٬ منطقه كښې امن او د دواړٶ هېوادونو د اولس ترمېنځه رشتو قوي كولو لپاره به نور اقدامات كوي۔ دې ووئيل د افغان اولس مشر پاكستان ته راتګ د وزيراعظم عمران خان منطقه كښې د امن او استحكام د هلو ځلو او عزم ثبوت دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ لپاره دلته امن او استحكام ضرورې دے كومې لپاره چې به د يو متفقه روډ مېپ او جامع لائحې سره د اولس مفادات وده ومومي

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں