پاکستان او چین عمر له به تذويراتي مرستې آډانه شراكت دار پاتي وو

image
APP06-15 ISLAMABAD: February 15 - President Dr. Arif Alvi talking to Vice Chairman of 13th National Committee of the Chinese People’s Political Consultative Conference Gao Yuniong who called on him. APP

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان او چین عمر له په تذويراتي مرستې آډانه شراكت دار پاتي وو٬ چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پاليسۍ لازمي برخه ده۔ اولس مشر دا خبرې د چين پيپلز پوليټيكل كنسلټيټيو كفنرنس وائس چيئرمېن ګاٶ ژن لونګ سره كړې۔ په دې موقع سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز او پاكستان كښې د چين سفير ژاٶ جن هم موجود وٶ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان سي پېك ته ډېر اهميت وركوي او د دغې د زر بشپړولو عزم لري ده ووئيل د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې به مونږ خپل پام سماجي او اقتصادي پرمختګ٬ زرعي مرستې ٬صنعتي د كار استعداد ٬ كاروبار ٬ تجارت ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ او د موسمياتي بدلون غوندې څانګو ته وګرځوٶ۔ اولس مشر د دې اميد څرګندونه وكړه چې د يو څو خاص اقتصادي زونز پرانسته به سږ كال كولې شي۔ اولس مشر ووئيل د مشرانو په كچه دوه اړخيزه تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د روايتي او قوي اړيكو علامتونه دي۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان تېركال د چين دوره ډېره كاميابه وه چې ورسره زمونږ قوي او د ورورولۍ اړيكو او تفاهم وده موندې ۔ ده ووئيل د چين لخوا په لويو تجارتي زيانونو د قابو موندلو خوښي خوشبينه پېشرفت دے ٬ د نورو چينائي سرمايه كارو او سوداګرو د پلاويو د پاكستان دورې به ډاډګيرنه كولې شي دغسې چې د چين ماركيټ لپاره د پاكستانو مصنوعاتو جاج واخستلې شي۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي كچه د رابطو لا زياتوالي لپاره هڅې كول پكار دي ځكه چې د بېلا بېلو ادارو٬ اكېډېمو او تهنك ټېكنس ترمېنځه روابط زياتولو لپاره به شريك باور او تفاهم ته وده وركول وي۔ اولس مشر زياته كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سېلګرۍ په اړه د مرستې زياتولو صلاحيت موجود دے او په دې لړ كښې نوې لارې لټولو ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں