د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په ګكهړ منډي كښې اولسي غونډې ته وېنا

image
APP53-02 GUJRANWALA: February 02 - Federal Minister for Information & Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing a public meeting at Gakhar Mandi. APP

ګوجرانواله 02 فرروي (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د تېرو 10 كلونو په مهال د پاكستان بهرنې قرض 84 فيصده زيات شوے٬ د هېواد معيشت خراب كړے شوې او قومي خزانه لوټل شوې٬ پيپلز ګوند او ﴿ن﴾ ليګ كرپټ مافيا دي كوم چې وړاندې هم يو وو او اوس هم يو دي٬ د قرض شكل كښې پاكستان ته راتلونكې اربونه روپې دلته د خرڅ كېدو په ځائ د نورو هېوادونو نه راوځي٬ لاړكانه لپاره د 90 اربه روپو پېكج وركړے شوے و خو دا پېسې د دوبئي نه راوځي٬ د پنجاب پېسه د لاهور او د لاهور پېسه د لندن د ايون فېلډ اپارټمنټس په صورت كښې راوځي٬ د هېواد د خزانې لوټ كوونكو نه د حساب په غوښتلو جمهوريت خطر سره مخ كېږي٬ حاجيانو ته د سبسډي خبره كوونكي دې ووائي چې دوي اولس لپاره څه پريښي دي چې اولس ته پرې سبسډي وركړې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په ګكهړ منډي كښې اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د پي پي 53 څخه نامزد كانديد جمال ناصر چيمه او د ګوند نور مشران او كاركنان هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان 22 كاله پرله پسې هڅې كړې دي او د دې په نتيجه كښې په پاكستان كښې د مډل كلاس د لارې انقلاب راغلې۔ دا هغه انقلاب دے د كوم په نتيجه كښې چې تحريك انصاف په پاكستان كښې حكومت كوي۔ ده ووئيل چې عمران خان د 6 مياشتو په لنډه موده كښې پاكستان يو موثر طاقت جوړولو سره نړۍ ته وړاندې كړے۔ ده ووئيل چې د پي ټي آئي حكومت ته وروست معيشت وركړے شوے۔ د پاكستان د تېرو 10 كلونو په مهال د پاكستان بهرنې قرض 84 فيصده زيات شوے٬ د هېواد معيشت خراب كړے شوې او قومي خزانه لوټل شوې٬ پيپلز ګوند او ﴿ن﴾ ليګ كرپټ مافيا دي كوم چې وړاندې هم يو وو او اوس هم يو دي٬ د قرض شكل كښې پاكستان ته راتلونكې اربونه روپې دلته د خرڅ كېدو په ځائ د نورو هېوادونو نه راوځي٬ لاړكانه لپاره د 90 اربه روپو پېكج وركړے شوے و خو دا پېسې د دوبئي نه راوځي٬ د پنجاب پېسه د لاهور او د لاهور پېسه د لندن د ايون فېلډ اپارټمنټس په صورت كښې راوځي٬ د هېواد د خزانې لوټ كوونكو نه د حساب په غوښتلو جمهوريت خطر سره مخ كېږي٬ حاجيانو ته د سبسډي خبره كوونكي دې ووائي چې دوي اولس لپاره څه پريښي دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په وزيراعظم هاؤس كښې نه بلكې په بني ګاله كښې اوسي او د بني ګالا ټول خرڅ د خپل جېب نه كوي۔ د اوسني حكومت وزيران د پخواني حكومت د وزيرانو پشان عياشې نه كوي٬ ده ووئيل چې يوه يوه پېسه د پاكستاني اولس امانت دے۔ د نواز شريف د پاكستان روغتونونه نه خوښېږي٬ دواړو وروڼو 30 كاله په هېواد حكومت كړے٬ دا خلق څه كوي٬ دوي ته خو زندان هم داسې وركړې شوې چې نيم پاكستانيان غواړي چې دوي دې په داسې زندان كښې واچول شي۔ د دې خلقو هڅه ده چې ټول ريمانډ په منسټر انكليو كښې تېر كړي۔ ده ووئيل چې نواز شريف څلور ورځې ګرفتار شي نو د زړه په رنځ اخته شي٬ دلته امير لپاره قانون يو شان او غريب لپاره بل شان دے۔ تر څو چې په ټول هېواد كښې يو ډول قانون نه وي٬ هېواد پرمختګ نه شي كولې۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف ماتې خوړونكي غړي دې خپل ځان كمزورې نه ګڼي٬ هغوي دې خپل ځان په حكومت او اسمبلو كښې دننه وګڼي۔ وفاقي وزير په دې موقع باور وركړو چې هغه په دې سيمه كښې ټراما سنټر جوړولو لپاره هڅې كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں