د ساهیوال پېښې ټول حقائق به پارلمان او قام ته وړاندې كولې شي، شهر یار آفریدی

image

پېښور 22 جنوری (اے پی پی) د كورنيوو چارو دوهم وزیر شهریار آفریدی وئيلې دي د ساهیوال پېښې په اړه ټول حقائق به پارلمان او قام ته وړاندې كولې شي ٬ د نهې په ورځ د پېښور پوهنتون آغاخان آډیټوریم يوې دستورې ته خپل خطاب کښې ده ووئيل په بې ګناه وګړو د ګولو ورولو اجازه به چا له ورنه كړې شي۔ ده ووئيل د نړۍ كوم هم قانون او مذهب تر هغه وخت د سزا اجازه نه وركوي تر څو چې جرم ثابت شوې نه وي ٬ د جے آئی ټی راپور نه پس به اصل حقائق څخه پرده پورته شي او مجرم له به سخته سزا وركولې شي۔ ده ووئيل د جے آئی ټی راپور كښې به په دې فعل كښې ككړ كسان په ګوته شي او په قانون او انصاف کومه هم سمجھوته نه كولو سره به مجرمانو له سزا وركولې شي۔ ده ووئيل تشدد ٬ انتها خوښي او عدم برداشت ختمولو او ټولنه كښې همغږۍ ته ودې وركولو په اړه د تعلیمی ادارو لويه ذمه واري جوړېږي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں