اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د څلورو واړو صوبو او د ګلګت بلتستان ګورنرانو د جمعې پھ ورځ ايوان صدر كښې ملاقات كړی كوم چې د پاكستان د ستر قاضي جسټس آصف سعيد كهوسه د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون كولو لپاره ايوان صدر كښې موجود وو۔اولس مشر ګورنرانو سره اولس لپاره د روغتيا٬تعليم٬د څښكلو پاكو اوبو او د صفائۍ پشان د آسانيو په شمول د اولس د خېرښېګړی په چارو خبرې وكړی