د منصوبه بندۍ پرمختګ ٬ اصلاحات او شماريات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار بيجنګ كښې د تهر انرجي لمېټډ د مالي مرستې لوظ نامې په موقع وېنا

image

بيجنګ20 دسمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او شماريات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي د سي پیك له مخې په تهر كښې د 330 مېګاواټ پاور پلانټ لګولې شي٬دا پروژه ډېره د اهميت وړ ده٬پروژه د پاكستان او چين د بزنس ليډرشپ د كنسورشيم له مخې لګولې كېږي۔ده دا خبرې بيجنګ كښې د تهر انرجي لمېټډ د مالي مرستې لوظ نامې په موقع خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه هم موجود ؤ ۔وفاقي وزير ووئيل د تهر د 330 مېګاواټ پاور پلانټ پروژې لپاره د چين او پاكستان د دواړو هېوادونو د مالياتي ادارو مرسته هم شامله ده۔ده ووئيل دا پروژه د جوائنټ وينچرز او د اقتصادي شركت پلو وړومبې ګام دے۔ده ووئيل تاسو له باور دركوم چې وفاقي حكومت په آئي ډي پيز او د توان په اړه اصلاحات لپاره پوخ عزم لري چې دغسې د توان د څانګې د كار استعداد زيات شي او د برېښنا وېش كوونكو كمپنو زيان كم كړې شي۔ده ووئيل اوسنې حكومت سرمايه كارو له هر ډول ممكنه آسانې وركوي٬پاكستان خپلې ذمه وارۍ پوره كولو لپاره پوخ عزم لري

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں