د سيده فاطمي او ددې د خاوند شعېب حسن د جنازې لمونځ ادا كړې شو

image

اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی)۔ د خارجه چارو وزارت چارواكې سيده فاطمي او ددې د خاوند شعېب حسن د جنازې لمونځ ادا كړې شو۔ د خارجه وزارت مشرانو چارواكو او ددوئي پسمندګانو د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د سيد شعېب حسن د جنازې لمونځ د اتوار په ورځ ادا كړې شو۔ د خارجه وزارت مشرانو چارواكو ٬ سفارتكارو او ملازمينو سره سره د ارواښادو پسمندګانو او د سيمې وګړو لويه شمېره كښې د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د ارواښادې كور ته لاړه چرته چې دې غمژنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم د ارواښادې روح ته ثواب رسولو له دعا وكړه او ددې كورنۍ سره ئې غمرازي وكړه۔ وروستو د ارواښادې مړې اټك ته روان كړې شو۔ دا به خپل د پلار نيكه مقبره كښې خاورو ته سپارلې شي۔ سيد شعېب حسن اېچ الېون مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سيده فاطمي او ددې خاوند دواړه تېره ورځ په حق رسېدلي وو۔ دواړه ښځه خاوند اوس اوس د واده نه وروستو هنزه ته تلي وو ۔ د اطلاعاتو ترمخه دوئي د ځائي هوټل په كوټه كښې د ګاز ليك كېدو لامله مړه شوي وو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں