د داخله وزارت او نېشنل پوليس بيورو راپور

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) پاكستان كښې د تېرو پنځو كالو (د جون 2014 نه تر جون 2018) په مهال د غېرت په نامه د قتل شوو شمېره 1548 ده ٬ د وني (سورې) 45 پېښې او 5416 نورو ظالمانه جرمونو راپور درج شوې٬ په تېرو 5 كالو كښې مېرمنو او انجونو سره د تېري او د اجتماعي زياتې 14003 مقدمې درج شوې ۔ د داخله وزارت او نېشنل پوليس بيورو راپور كښې د وركړې شوو شمېرو له مخئ په كال 2014ء كښې د كاروكاري 326، په كال 2015ء كښې 320، 2016ء كښې 355 ٬ 2017 كښې 309 او تر جون كال 2018 238 مقدمې درج شوې چې ټوله شمېره ئې 1548 جوړېږي۔ په كال 2014ء كښې د وني (سورې) 10، په 2015 كښې 5 په كال 2016 كښې 9 ٬ په كال 2017 كښې 15 او جون كال 2018 پورې 6 كېسونه درج شوې چې ټوله شمېره ئې 45 جوړېږي۔ راپور له مخې په كال 2014 كښې د قتل 1109، په 2015ء كښې 836، په 2016ء كښې 1320، په كال 2017ء كښې 1266 او دغسې تر جون كال 2018 781 پېښې راپور شوې چې ټوله شمېره ئې 5412 ده۔ د نېشنل پوليس بېور او داخله وزارت راپور له مخې په كال 2014 كښې د تېزاب ګردۍ18 په كال 2015 كښې 15 په كال 2016 كښې 31 په كال 2017 كښې 18 او دغسې تر جون كال 2018 17 پېښې راپور شوې ٬ دا ټوله شمېره 99 جوړېږي۔ په تحويل كښې د جنسي تشدد پېښو كښې په كال 2014 او 2015 كښې يو يو او په كال 2016 كښې درې پېښې رامخئ ته شوې دغسې په ګرد هېواد كښې په كال 2014 كښې د جنسي تېرو او د اجتماعي جنسي تېرو 2739 پېښې، 2015ء كښې 2534، په كال 2016ء كښې 3330 پېښې ، په كال 2017ء كښې 3495 او تر جون كال 2018 1905 پېښې رامخې ته شوې چې ټوله شمېره ئې 14003 جوړېږي۔ د داخله وزارت او نېشنل پوليس بېورو راپور له مخې په تېرو پنځو كالو كښې په ګرد هېواد كښې په مېرمنو د تشدد ٬ كاروكاري٬ ونې ٬ جنسي تېرې٬ اجتماعي تېرې او د نورو جرمونو شمېره 21,012 ده۔ ګرد هېواد كښې د مېرمنو تحفظ پحقله د اقداماتو په ځواب وفاقي وزيرې ډاكټر شیریں مزاري ووئيل حكومت هېواد كښې د مېرمنو حقونو تحفظ لپاره د قوانين نفاذ او عملدرامد ته خاص پاملرنه كوي٬ په دې لړ كښې د غېرت په نامه د قتل پحقله د جرائمو اېكټ 2016 ٬ د زنا بالجبر پحقله د جرائم اېكټ 2016 ٬ د كار په ځائ د زؤرولو په ضد د تحفظ اېكټ 2010 نفاذ شوې۔ دې ووئيل هندوانو واده اېكټ 2017 كښې د واده د اندراج او واده لپاره لږ نه لږ 18 كاله د عمر حد ټاكلې شوې٬ از خود نوټس لپاره د بشري حقونو لپاره قامي كمېسون جوړ كړې شوې٬ دې ووئېل دسمبر كال 2015 نه تر كال 2018 د اېن سي اېچ آر لخوا د مېرمنو پحقله 274 كېسونه ترسره كړې شوې ۔ د تشدد سره د مخ شوو مېرمنو تحفظ او قانوني معاونت نېز د نفسياتي٬ سماجي معاونت وركولو لپاره اسلام آباد كښې مېرمنو لپاره فېملي پروټېكشن اېنډ ري هېبلېټيشن سنټر هم كار كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں