د قانون وفاقي وزير ډاكټر محمد فروغ نسيم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې لخوا ضابط فوجداري كښې د اصلاحات, په اړه د ټاسك فورس غونډه

image
APP58-26 ISLAMABAD: September 26 - Federal Minister for Law and Justice Dr. Muhammad Farogh Naseem chairing a meeting of the task force on criminal procedure code reforms, constituted by the Federal Cabinet. APP

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير ډاكټر محمد فروغ نسيم وئېلي دي د ټېكنالوجۍ د مرستې نه غېر د انصاف په وركړه كښې په تاخير قابو نشي موندلې كېدلې ٬په دې لړ كښې كوټلې تګلارې ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي كابينې لخوا د جوړې كړې ضابط فوجداري كښې د اصلاحاتو په اړه د ټاسك فورس غونډې مشري كولو سره كړې۔ د قانون وفاقي وزير ډاكټر محمد فروغ نسيم د غونډې په مهال زور راورو چې په تحقيقاتي عمل كښې اليكټرانك ډيوائسيز وكارولې شي۔ده ووئيل د ټېكنالوجۍ د مرستې نه غېر په انصاف وركولو كښې په تاخير قابو نه شي موندلې كېدې او په اليكټرانك ډيوائسيز كښې امي ميل ډېټا٬سي سي ټي وي فوټېج وغېره شامل دي۔ده ووئيل پاكستان كښې د اېف آئي آر درج كولو طريقه كار په شا لويې استحصال روان دے٬دې لپاره د لاكهونو ژوند ځپلېو دې څانګو كښې اصلاحاتو ته اړتيا ده۔وفاقي وزير په غونډه كښې موجودو ټولو شراكتدارو ته هدايت وكړو چې هغوي د هېواد د فوجدارۍ نظام انصاف لا ښه كولو لپاره د كمېټۍ ته قانوني سفارشات وړاندې كړي۔په غونډه كښې د ټولو صوبو سېكترانو٬داخله وزارت چارواكو٬لاﺀ اينډ جسټس كمېشن آف پاكستان سېكتر او د قانون وزارت چارواكو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں