د پاکستان او برتانيې ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې مستحكم بنياد لري

image
APP41-12 ISLAMABAD: September 12 - British High Commissioner to Pakistan, Thomas Drew called on Dr. Muhammad Farogh Naseem, Federal Minister for Law and Justice at his office. APP

سلام آباد 12 ستمبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير فروغ نسیم وئيلي دي د پاکستان او برتانيې ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې مستحكم بنياد لري ٬ اوسنې حكومت د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قانون سرلوړۍ د ترهګرۍ مخنيوي په اړه دا اړيكې لا قوي كول غواړي۔ وفاقي وزير دا خبرې پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو سره كړې چا د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادنو اړيكې اوږد تاريخ لري۔ د ملاقات په مهال د قانون او انصاف پارلماني سېكتره بېرسټر مليكا بخاري خېبر پښتونخوا او پنجاب كښې د كريمنل جسټس نظام او قانون سرلوړۍ د لا مستحكمولو پحقله د برتانيې د حكومت د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ د برتانيې هائۍ كمشنر په دې موقع ووئيل پاكستان زمونږ نزدې اتحادي دي۔ ده د قانون د سرلوړۍ ودې لپاره د وفاقي وزير د هلو ځلو ستائنه وكړه او ده ته ئې په نوو ذمه واريو مباري وركړه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں