يو اے اي د پاكستان مهم تجارتي او سرمايه كار ملګرے هېواد دے

image
APP04-29 ISLAMABAD: August 29 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Hussain Qureshi talking to United Arab Emirates Ambassador Hamad Obaid Ibrahim Salem Al-Zaabi during a meeting in Foreign office. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 29 اګست (اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي يو اے اي د پاكستان مهم تجارتي او سرمايه كار ملګرے هېواد دے٬يو اے اي سره په زړه پورې اړيكو ته وده وركولو ته پام لرنه كوو ٬د پاكستانو په زړونو كښې د متحده عرب امارت لپاره يو خاص مقام دې۔ده دا خبره په پاكستان كښې د يو اے اي سفير حماد عبيد ابراهيم صالم الزعبي سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره په خارجه دفتر كښې ملاقات كولو۔د خارجه دفتر وياند له مخې سفير شاه محمود قرېشي ته د خارجه وزارت په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د يو اے اي مشرتابه لخوا د نيكو هيلو پېغام هم ورورسولو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د مهم تجارتي او انويسټمنټ ملګرے حېثيت سره يو اے اي سره ښو اړيكو ته وده وركولو ته پام لرنه كوي ۔ده ووئيل د پاكستانو په زړونو كښې د يو اے اي لپاره خاص يو مقام دے۔ارواښاد شېخ زيد بن سلطان النهيان ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره خارجه وزير ووئيل ارواښاد د پاكستان رېښتونې دوست او د پاك يو اے اي اړيكو معمار ؤ ۔ده پھ پاكستان كښې د پوليو خاتمې او يو اے اي پاكستان مرستې پروګرام له مخې د هېواد لرې پرتو سيمو كښې د پرمختيائي پروژو مرستې لپاره د كراؤن پرنس شېخ محمد بن زيد النهيان كردار وستائېلو۔خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې راتلونكې مياشت به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د يو اے اي هم څنګ سره ملاقات كوم۔د يو اے اي سفير د تجاويز هركلے وكړو

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں