د بدعنوانۍ خاتمه او لوټ كړې دولت بېرته راوړل لوي چېلنجونه دي

image
APP63-27 ISLAMABAD: August 27 - Prime Minister Imran Khan chairing a briefing on Ministry of Interior at PM Office. APP

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د بدعنوانۍ خاتمه او لوټ كړې شوې دولت بېرته راوړل لوي چېلنجونه دي٬ د وائټ كالر جرمونو مخنيوي لپاره د اېف آئي اے او نېب ترمېنځه پراخه رابطو ته اړتيا ده ٬ ټاكلي هدفونه ترلاسه كولو لپاره به ټولې ممكنه هڅې كولې شي۔ عمران خان دا خبرې د ګل په ورځ وزیراعظم هاٶس كښې د داخله وزارت او ماتحتو څانګو پحقله د بريفنګ اخستو مشرۍ په مهال كړې۔ په دې موقع اداره جاتي اصلاحات لپاره د وزیراعظم صلاحكارډاکټر عشرت حسېن، د وزیراعظم خاص مرستيالان نعیم الحق او افتخار دراني، د قامي اسمبلۍ غړې شهریار آپریدے، داخله سېكتر یوسف نسیم کھوکھر، د وزیراعظم سېكتر اعظم خان او د داخله وزارت د بېلا بېلو څانګو مشرانو او لوړ پورو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ داخله سېكتر یوسف نسیم کھوکھر د داخله وزارت او د ماتحتو څانګو د چارو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده وزیراعظم د ترهګرۍ مخنيوي ، د بشري قاچاق مخنيوې او د الېكټرانك او نورو جرمونو مخنيوي لپاره د قانونې ګامونو ٬ د پاليسو پشمول د وزارت لخوا د پورته كړو بيلا بېلو اقداماتو پحقله هم خبر كړو۔ په دې موقع وزیراعظم عمران خان ووئيل د كرپشن مخنيوي او په ناجائزه طريقو ترلاسه كړې او بهر هېواد ته لېږلې شوے د هېواد لوټ كړې دولت بېرته راوړل حكومت لپاره د ټولو نه لوي چېلنج دے۔ ده ووئيل ټاكلي شوي هدفونه ترلاسه كولو لپاره به ټولې ممكنه هڅې كولې شي او دې سره سره به يو قوي نظام جوړولې شې كوم

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں