2018 ټولټاكنو كښې د قامی اسمبلۍ په 270 چوكو 305 ميرمنې كانديدانې نيغ په نيغه ټاكنو كښې برخه اخلي

image

اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) 2018 ټولټاكنو كښې د قامی اسمبلۍ په 270 چوكو 305 ميرمنې كانديدانې نيغ په نيغه ټاكنو كښې برخه اخلي۔ ټاكنو كښې برخه اخستونكو 107 ګوندونو كښې د 45 ګوندونو ميرمنې كانيدانې نيغ به نيغه نامزد كړې دي۔ د انتخابی قانون 2017ء له مخې ټاكنو كښې برخه اخستونكې ټول ګوندونه د قامی او صوبائی اسمبلیو په عمومی چوكو 5 فیصده ټكټ ميرمنو له د وركولو پابند دي۔ 60 ميرمنې د آزاد كانديد په توګه میدان كښې ولاړې دي۔ نېشنل ګوند تر ټول زيات 12 فیصد ټكټ ميرمنو كانديدانو له وركړې۔ پاك سرزمین ګوند 8.12 فیصده، پاكستان پیپلز ګوند 6.6 فیصده، متحده قومی موومنټ او مسلم لیګ (ن) 5.7 فیصده، متحده مجلس عمل 5.6 فیصده دغسې تحریك انصاف 5.4 فیصده ټكټ ميرمنو له وركړې دي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن