اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په لاهور كښې 60 فيصده وګړو ته د څښلو پاكې اوبه نه ترلاسه كېږي٬دلته د سركاري سكولونو او سركاري روغتونونو حال هم د ټولو په وړاندې دے چرته چې په يو كټ كښې څلور٬ څلور رنځوران پراته دي٬د ټول پنجاب نيم بجټ په لاهور خرڅ كېږي خو بيا هم چې د لاهور نن كوم حال دے په وړومبي باران كښې ټولو ته ورمخې ته شو ٬كه لوے څښتن موقع راكړه نو مونږ به د لويو لويو انډرپاسونو٬ميټروز او پلونو جوړولو په ځاې د انسانانو ښه والي او پرمختګ له كار كوو٬ټوله پېسه به په انسانانو خرڅ كولې شي٬په خېبرپښتونخوا كښې د تعليم او روغتيا پشمول د پوليس نظام هم د نورو صوبو څخه ښه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د پښتونخوا پرمختيائي بجټ 110 اربه روپۍ دے٬په لاهور كښې 3 نيم سوه اربه روپۍ خرڅ شوي٬بيا هم داسې وئېلې كېږي چې د پېښور نه به لاهور جوړ كړم او كله وائي چې د كراچۍ څخه به لاهور جوړ كړم۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)جوړ كړی شوي ميټروز پھ زيان روان دي او د اورنج لائن ټرين به هم زيان كوي ځكه چې د دې په شا كومه منصوبه بندي نشته٬ ده ووئېل برعكس د دې مونږ پھ پېښور كښې د ميټرو لپاره وړومبي دوه كاله فزيبلټي سټډي كړی او كله چې دا معلومه شوه چې دا به زيان نه كوي نو بيا مو په دې كار پېل كړے۔عمران خان ووئيل مونږ به د انسانانو ښه والي او پرمختګ له كار كوو۔ده وئيل تېره پنځو كلونو كښې پھ لاهور كښې يو داسې روغتون نه دې جوړ كړی شوې كوم چې د شريفې كورنۍ درملنه وكړي۔ده ووئيل مونږ به د وګړو بنيادي حاجتونو پلو پام لرنه كوو چې پكښې تر ټولو اول د څښلو اوبه دي۔ده ووئيل زمونږ صوبائي حكومت پھ خېبرپښتونخوا كښې كار كړی چې په نتيجه كښې يې نن هلته د تعليم او صحت پشمول د پوليس نظام د نورو صوبو څخه ښه دے۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل ډاكټر ياسمين راشد په لاهور كښې د پي ټي آئي قوي كانديده ده او هم دغه وجه ده چې د هغې پھ مقابل كښې كوم كانديد نه رامخې ته كېږي۔هغې څخه زمونږ مخالفين ډډه كوي۔ده ووئيل زما مقابله د خواجه صاحب پرائز بانډز سره ده او تاسو به اوګورۍ چې څوك بريالې كېږي۔