د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرام كښې د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 6 كهربه 76 اربه 28 كروړه 60 لكه روپې فنډ جاري كړے شو

image

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرام كښې د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 6 كهربه 76 اربه 28 كروړه 60 لكه روپې فنډ جاري كړے شو۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو لپاره په مجموعي توګه 10 كهربه يو ارب روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخو جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د وزيراعظم يوت او هنر مند پروګرام لپاره 13 اربه 72 كروړه روپې٬ په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو بحالې لپاره 57 اربه 19 كروړه روپې٬ اېرا لپاره 5 اربه 5 كروړه روپې٬ پائيدار پرمختيائي اهدافو لپاره 30 اربه روپې٬ د وفاقي حكومت خاص پرمختيائي پروګرامو لپاره 28 اربه 29 كروړه روپې٬ انرجي فار آل پروګرام لپاره 11 اربه 76 كروړه روپې٬ د پاكو اوبو پروګرام لپاره 87 كروړه 59 لكه روپې٬ سېفران فاټا لپاره 25 اربه 88 كروړه روپې او د موسمياتي بدلون ډويژن لپاره د 78 كروړه 25 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔ پلاننګ كميسون د يوې خاص طريقې له مخې بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو ته فنډ جاري كوي

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں