مسلم ليګ(ن) په خپلو پنځو كلونو كښې د تعليم لپاره لوي اقدامات كړي٬د اعلٰی تعليم بجټ يو په دوه زيات كړی شوې

image
APP51-22 ISLAMABAD: May 22 – Federal Minister for Federal Education and Professional Training Muhammad Baligh Ur Rehman along with other ministers addressing a press conference at Punjab House. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيې وزير وفاقې وزيرانجينئر بليغ الرحمان وئيلې دي مسلم ليګ(ن) په خپلو پنځوكالو ةحكومت كښې د تعليم په لړ كښې لوي اقدامات كړي۔د اعلٰی تعليم بجټ يې يو په دوه زيات كړی شوې۔په 2013 كښې د اېچ اي سي بجټ 42 اربه روپۍ ؤ كوم چې اوس 107 اربه روپو ته رسولې شوې۔ د نهې پھ ورځ خبرې كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل وفاقي حكومت د فرق نه غېر هر كال د پوهنتون زده كوونكو له 1 لك لېپ ټاپ وركړي۔ د تعليم وزير بليغ الرحمان ووئيل د اتلسم بدلون نه پس تعليم صوبو ته سپارلې شوې خو سره د دې وفاقي حكومت د خپلو ذمه وارو احساس كولو سره نصاب ښه كړی۔ده ووئيل آؤټ آف سكول چلډرن يوه لويه مسئله وه او د حكومت پالېسو سره پھ دې كښې كمې راغلې۔ ده ووئېل د سركاري سكولونو حالت ښه شوې اوس وګړي د شخصي سكولونو په ځاې سركاري سكولونو ته ترجيح وركوي كومه چې زمونږ لويه كاميابي ده

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں