د سركاري ملازمانو تنخا بايد 20 فيصده زياته كړې شي

image

اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی) د اے اېن پي پارلماني لارښود حاجي غلام احمد بلور وئېلي دي د سركاري ملازمانو تنخا كښې بايد 20 فيصده زياته كړې شي٬ د مذهبي انتهاخوښۍ ختمولو ٬ سي پیك څخه يو ډول استفادې كولو او فاټا په خېبرپښتونخوا كښې ضم كولو لپاره دې ګامونه پورته كړی شي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې حاجي غلام احمد بلور په بجټ بحث كښې ووئيل د شهيدې بېنظيربهټو د قتل ملزمانو په پرېښودلو احتجاج او د دغې غندنه كوم بايد عدليه دې معاملې ته پام لرنه وكړي۔ده په بجټ او د حكومت په اقتصادي پالېسو ټكونه كولو سره ووئيل د اقتصادي پرمختګ اندازه د ډالر په قدر كښې د زياتوالي څخه كېږي دغسې د قرض اخستل او ګراني هم زياته شوې۔ده ووئيل د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې بايد 20 فيصده زياتوالې وكړې شي۔ده ووئيل د بناسپتي غوړو بيعه دې كمه كړی شي دغسې چې غريبانو ته هم ګټھ ورسي۔ده ووئيل پھ صوبه كښې د بې روزګارۍ كچه زياته ده او ګڼ شمېر پښتانه مينځني ختيز او بلوچستان كښې د سكرو په درنګ كښې خواري كوي۔حاجي غلام احمد بلور پخپله وېنا كښې د تحريك انصاف په صوبائي حكومت هم ټګونه وكړل۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں