طلال چوهدري د كورنيو چارو په وزير احسن اقبال د ډزو د پېښې غندنه وكړه

image

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري په نارووال كښې په اولسي غونډه كښې د كورنيو چارو په وزير احسن اقبال د ډزو د پېښې غندنه كړې۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د احسن اقبال مټ په ګولې لګېدلې او د هغه حالت د خطرې نه بهر دے۔ ده ووئيل چې د ابتدائي اطلاعاتو له مخې په وفاقي وزير ډزې كوونكي تن نيول شوے او پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل چې احسن اقبال يو همت لرونكې تن دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې وفاقي وزير احسن اقبال به د ډاكټرانو په مشوره لاهور ته منتقل كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں