بايد په بهرتې او پرمختيائي سكيمونو بندېز د ټاكنو د شېډول جاري كېدو نه پس ولګول شي۔ سيد خورشيد شاه

image

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) په قومي اسمبلې كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د ټاكنو كميسون ته د يو خط د لارې وئيلي دي چې د ټاكنو كميسون لخوا په بهرتې او پرمختيائي سكيمونو بندېز د وخت نه وړاندې دے۔ د شورو په ورځ د مخالفې ډلې مشر لخوا په ليكل شوي خط كښې وئيلي شوي دي چې د ټاكنو كميسون لخوا هدايات د ستائنې وړ او د وخت نه وړاندې دي۔ بايد دا بندېزونه د ټاكنو شېډول جاري كېدو نه پس ولګول شي۔ كه په دې وخت كښې بندېز ولګول شي نو حكومتي نظام به په مكمل توګه ودرېږي۔ بايد د ټاكنو كميسون په بندېزونو غور وكړي او بايد حكومتي نظام په سم ډول چلولو لپاره د ټاكنو تر شېډول جاري كېدو بندېز ونه لګول شي۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں