اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي په ټول پاكستان كښې اولس د پاكستان د سباؤن سياست رخ متعين كړې۔ ده ووئيل د محمد ن??از شريف كاميابو اولسي غونډو او ضمني ټاكنو كښې تاريخ ساز كاميابو دا خبره په ډاګه كړې چې د ن??از شريف په مشرۍ كښې پاكستان مسلم ليګ ن د پاكستاني اولس نمائنده ګوند ??ے كوم سره چې د پاكستان روښانه سباؤن تړلې۔ د شېخوپورہ جلسې په اړه خپل بيان كښې ده ووئيل د شېخوپوره كاميابې جلسې مخالفين نور هم د مايوسۍ تيارو سره مخ كړي دي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به په ن??از شريف باور ولې نه كوي ولې چې ن??از شريف د پاكستان ټولو صوبو او ټولو څانګو مضبوطولو كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل ن??از شريف هېواد له اتومي صلاحيت ترلاسه ??ولو سره د پاكستان دفاع تل له مضبوطه كړې۔ نن هند ??و په پټه وار او سازشونه كولې شي ولې د ن??از شريف ددې احسان په سوب هند ?? پاكستان په ضد د كوم نېغ په نېغه ګام پورته كولو څخه وېريږي۔ ده ووئيل ن??از شريف په معاشي توګه هم هېواد مضبوط كړې۔ او دې لپاره ئې د سي پېك منصوبې پیل كړې په كومه چې نن تندۍ سره كار روان دے۔ ده وئيل پاكستان د كال 2013 تيارو څخه ويستلو سره د رڼاګانو په لاره بوتلونكې ن??از شريف به اولس چرته هم د پاكستان سياست څخه اخوا كېدو ته نه پرېدي۔ وفاقي وزير ووئيل د كال 2018 ټاكنو كښې به يو ځل بيا مسلم لیګ ن كاميابي ترلاسه ??ړي او د عمران خان په ډول سازشيانو لپاره يو عبرتناكې ماتې ته انتظار دے۔ ده ووئيل د پاكستان اولس نن د يو مضبوط دېوال په شان په هره جلسه ??ښې او ټاكنو كښې پاکستان مسلم لیګ ن او ن??از شريف سره ولاړ دې او ن??از شريف او د پاكستان اولس به په ګډه د پرمختګ او سوكالۍ دا سفر مخ په وړاندې بوځي۔