اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې نجكارۍ لپا??ه د كابينه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه چې په كښې د پاكستان انټرنېشنل اېئر لائن (پي آئي اے) او د پاكستان سټېل ملز په چارو غور وشو۔ د وزيراعطم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نجكارۍ وفاقي وزير دانیال عزیز د دواړو ادارو د مالي چېلنجونو ا?? په مستقل بنياد د ممكنه حل پحقله پرېزنټېشن وركړو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د تېر وخت بد انتظامۍ او بې غورۍ څخه دواړو ادارو ته سخت زيان رسېدلې چې ورس??ه د دواړو ادارو ملازمان هم ستونزو سره مخ شوي دي۔ وزیراعظم د تفصیلي غور نه پس پي آئي اے كښې تنظيم نو لپا??ه د وړاندېزونو تيارولو ا??ر وكړو۔ كابينه كمېټ?? پرېكړه وكړه چې د اهم او غېر اهم څانګې دے جلا كړې شي۔ په دې موقع د پاكستان سټيل ملز د مالي او ا??تظامي او د ملازمانو چارو پحقله هم خبرې اترې وشوې۔ په غونډه كښې د سټيل ملز پحقله سرمايه كارو س??ه د رېونېو وېش او مراعاتي لوظنامې په تجويزهم غور وشو۔ وزیراعظم د سټيل ملز پحقله د جامع منصوبې جوړولو هدايات كولو سره ووئيل منصوبه كښې دې د ملازمانو چارې تر نظر وساتلې شي