اسلام آباد ۔ 06جنوری(اے پی پی) نوموړے ایئر مارشل ) ریټائرډ) اصغر خان څوك چې د جم??ې په ورځ مونږ څخه ټول عمري له جدا شو د جنورۍ په 17 مه نېټه كال 1921ﺀ كښې د جموں و كشمير په مخصوص پوځي روايات لرونكې كورنۍ كښې زېږېدلې ؤ۔ د ايچي سن كالج څخه د زده كړو ترسره كولو نه پس هغه په ??سمبر كال 1940 كښې پھ رائل انډين ايئر فورس كښې ګډ??ن كړے ؤ ۔ هغه د يو ځوان فائټر پائېلوټ په ??وګه د برما په مقام په ??وئم لويې جنګ كښې ګډ??ن كړے ؤ ۔په كال 1947 كښې د پاكستان جوړېدو نه پس د هغه تبادله رائل پاك فضائيه ته وكړې شوه او هغه د رائل پاك فضائيه كالج رسالپور وړومبې كمانډنټ جوړ شو۔هغه د آزادۍ نه سمدستي وروستو د پاكستان او هند ترمينځه د كشمير پھ محاذ په وړومبني جنګ كښې ځانګړي خذمات ترسره كړل۔هغه ته د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د رائل پاك فضائيه ټريننګ سكول رسالپور ته په ??اتللو د هركلي كولو درنښت هم ترلاسه ؤ۔پھ جولائي ك??ل 1957 كښې هغه د 36 كلونو په ??مر كښې تر ټولو كم عمره پاكستانې كمانډر انچيف جوړ شو۔د كمانډر انچيف په ??ېث ايئر چيف مارشل اصغر خان نوې جيټ٬بمبار٬مسافر بردار٬تربيتي الوتكې او چورلكې شاملولو سره پاك فضائيه په ??ديد فضائي قوت بدل كړه۔ د هغه په مشرۍ كښې پاك فضائيه بي 57 بمبرز٬ ټي ۔ 37 ټونټي برډز٬ اېف ۔86 ٬ سبريس٬سټار فائيټرز٬ اېف ۔ 104 او سي130 هركوليس الوتكې په فضائي بېړۍ كښې شاملې كړې شوې۔د هغه د خذماتو پھ اعتراف كښې پي اے اېف اكېډمي رسالپور په كال 2017م كښې د ايئر مارشل اصغر خان په نوم منسوب كړې شوې ده۔