اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) ايوان صدر تېره ورځ بنو كښې د اولس مشر ممنون حسېن د خطاب پحقله د “اېكسپرېس” ورځپاڼې په رپورټنګ د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې اولس مشر د اوسني حكومت لخوا د قرضو اخستو په اړه داسې هېڅ خبره بيخي نه وه كړې كومه چې بادي النظر د دې خبر څخه اخذ كېدې شي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر ويان?? ووئيل اولس مشر د بنو خطاب په مهال د كال 2008 نه تر 2013 د ھغه وخت د حكومت لخوا د اخستل شويو قرضو ذكر كولو سره وئيلي ٶ چې اولس دا حق لري چې ھغوي پوښتنه وكړي چې ھغې قرضو څخه كومې ??رمختيائي منصوبې بشپړ كړې شو??۔ ويان?? ووئيل د ذكر شو?? ورځپاڼې خبر په تضاد آډانه دے د كومې ??ه ابتدا كښې په اوسني حكومت د زياتو قرضو اخستو سره د يوې پرمختيائي منصوبې نه پېل كولو خبره شو?? ده او هم د دې خبر په پاې كښې د اوسني حكومت په دور كښې د ديامر بهاشا او داسو بندونو جوړوېدو د لارې د برېښنا په پېداوار كښې د زياتوالي او د لوډشېډنګ د خ??تم?? ذكر شو?? دے او د دې نه د خبر تضاد په ډاګه كېږي۔ اولس مشر خپلې وېنا كښې په واضح توګه وئيلي ٶ چې اوسني حكومت ته په كال 2013 كښې 14زره 800 اربه روپۍ قرض په ورثه كښې ترلاسه شو?? و٬ اولس بايد پوښتنه وكړي چې ھغه قرض په كومو پرمختيائي پروژو خرڅ كړې شو??۔ اولس مشر وئيلي ٶ چې د كال 2013 نه تر كال 2017 په هېواد كښې په ډېرو پرمختيائي پروژو كار شو?? چې پكښې ديامر بهاشا او داسو بندونو پشمول د برېښنا پېداوار ډېرې منصوبې شاملې دي چې له مخې به ئې تر كال 2018 د برېښنا لوډشېډنګ ختم شي يا لږ پاتې شي۔