اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د وزارت عظمی منصب په سنبالولو د مباركۍ په پېغام د سري لنكار صدر رانيل وكرمے سنګھے مننه كړې ده۔ په اېكس خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د نېكو هيلو په څرګندونه د سري لنكا د صدر مننه كوم۔ وزيراعظم ددې باور څرګندونه هم وكړه چې په راتلونكي وخت كښې به دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې شي۔