په ګوادر كښې ځپليو ته د خوراك او درملنو رسولو لړۍ روانه ده

image

اسلام آباد 06مارچ(اے پی پی) په ګوادر كښې د مرستې هلو ځلو له مخې ځپليو ته د خوراك او د درملنو آسانيو رسولو لړۍ روانه ده ٬ د پاك پوځ لخوا وړاندې كېدونكي د مرستې په سامان كښې د 50 ټنه راشن خوراك 3281 د مرستې پیكجونه او د 1.2 ملين روپو داروګان شامل دي۔د تفصيلات له مخې ګوادر٬سربندن او جيوني كښې د پاك بوځ لخوا د خوراك وېش روان دے او تر دې دمه 1470 څخه زياتو كورنيو ته 25 ټنه خوراك وركړې شوې دې۔دغسې د پاك پوځ لخوا 17 فلډ رېليف مېډيكل كيمپ او 15 موبائل مېډيكل كيمپ جوړ كړی شوي دي چې پكښې د سړو٬مېرمنو او ماشومانو پشمول 4783 څخه د زياتو رنځورانو درملنې شوي دي۔ د دې نه علاوه په ځايي كچه اولسي شعور بېدارولو له بروشرز هم وېشلې شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں