اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي تر څو چې پاکستان كښې د ټیکس وصولي زياته شوې نه وي تر هغه وخت د هېواد معیشت نه شي ښه كېدې، د قاچاق مخنيوي لپاره په ټول هېواد او په خاص توګه سرحدی سيمو كښې عمليات پيل شوي، د کاروباری ورورولۍ مسئلې به حکومت په خاص توګه حل كوي، کاروباری ورورولي د موجوده معاشی حالاتو باوجود د هېواد د معیشت په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولو سره سره د روزګار موقعې رامخې ته كوي۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د اسلام آباد ایوان تجارت او صنعت پلاوي د صدر احسن ظفر بختاوری په مشرۍ كښې ملاقات وکړو۔ ملاقات كښې سیکرټری کامرس، سیکرټری صنعت، چیئرمېن ایف بی آر، چیئرمېن سی ډی اے او اړوندو اعلی چاروكاو ګډون كولو۔ په دې موقع د خيالاتو څرګندونې سره نګراں وزیراعظم ووئيل د کاروباری طبقې وړاندېزونو هركلے كوم، چې كوم د عمل وړ دي په هغې به عملدرآمد كولې شي۔ د وزيراعظم چوكۍ ذمه واري سنبھالولو سره مو كاروباری ورورولۍ سره ملاقاتونه كړي او د هغوي مسئلې مو اورېدلې دي، کاروباری ورورولي د موجوده معاشی حالاتو باوجود د هېواد د معیشت په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كولو سره سره د روزګار موقعي رامخې ته كوي۔ نګراں وزیراعظم ووئيل حکومت ټېكس نظام كښې اصلاحات باوري كوي كوم لپاره چې ټیکس نظام ډیجټلائز کېږي،تر څو چې پاکستان كښې د ټېکس وصولی نه وي زياته شوې تر هغه وخت د هېواد معیشت نه شي ښه كېدې، د قاچاق مخنيوي له په ټول هېواد كښې او په خاص توګه په سرحدی سيمو كښې عمليات پېل شوې دي، د قاچاق مخنيوي په لړ كښې د تېرو 48 ساعتونو په مهال کرېك ډاؤن شوې د كوم چې مثبتې نتيجې ترلاسه شوي۔ ده ووئيل ګاونډيانو سره د تجارت په اړه مشاورت روان دې، د ګاونډي هېوادونو چارواكو د قاچاق مخنيوي هركلې كړې، د سوداګرو ، صنعت کارو او سرمایه کارو اعتماد بحالولو سره به د هېواد معیشت لا مستحکم کړې شي،د برېښنا په څانګه كښې په اصلاحاتو عمل تندۍ سره روان دې،د برېښڼا غلو په ضد به كوټلې کارروائی کولې شي،د هېواد مسئلو حل كولو لپاره به ټول سټیك هولډرز سره مشاورت كولې شي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د ایف بی آر پوائنټ آف سیلز دائره کار پراخه كولو په اړه دې زر رپورټ وړاندې كړې شي، د پاکستان سفارتخانو كښې تعینات کمرشل اتاشیانو کارکردګی به ښه كولې شي، د سی ډی اے نظام كښې به ښه والې راوستلې شي۔ ملاقات كښې د سوداګرو ورورولۍ نګراں وزیراعظم له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ پلاوي وزیراعظم د سوداګرو د مسئلو په اړه خبر كړو او د هغې حل له ئې خپل تجاویز وړاندې كړل۔ وزیراعظم د پلاوي د وړاندېزونو هركلے وكړو او د مسئلو د حل كولو باور ئې وركړو