اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د قامي روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي د انټرنېشنل ايئرپورټس په داخلي او خارجي لارو د وبا څارنې نظام لا پياوړې او د انټرنېشنل هېلتھ په سفارشاتو عملدرآمد باوري كولې شي۔ د ګل په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په لاهور ائيرپورټ د کورنټائین روغتون د بنياد تيګه كېښودلو په مهال وكړه۔ ډاکټر ندیم جان ووئيل چې اولس رنځونو څخه بچ كولو له بشپړه تګلاره وضعه كولې شي۔ ده ووئيل وبا كومه پوله نه لري ۔ ده ووئيل د كومې هم ناڅاپي وبا مخنيوي له مو د بارډر هېلتھ سروسز پياوړې كولو كلك عزم كړے دے۔ ده ووئيل د انټرنېشنل ايئرپورټس په داخلي او خارجي لارو د وبا څارنې نظام لا پياوړې او د انټرنېشنل هېلتھ په سفارشاتو عملدرآمد باوري كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل په ګلوبل هېلتھ سکیورټی ایجنډا کنفرنس كولې شي۔ پاكستان به د دې كنفرنس كوربتوب كوي۔ دې كنفرنس كښې به ګردې نړۍ څخه د روغتيا څانګې پوهان ګډون كوي۔ دې كنفرنس سره به د روغتيا په څانګه كښې د بهترۍ او پرمختګ لارې هوارې شي۔