اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د سېلاني وېلفيئر ټرست چيئرمېن مولانا بشير فاروق ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لمخې په ملاقات كښې د سېلانی ویلفیئر ټرسټ لخوا د اولس خېر ښېګړې او دوئي ته د ژوند بنيادي آسانيو وركولو لپاره په پورته كړی شويو بېلو اقداماتو بشپړه خبرې وشوې۔ د سېلاني وېلفيئر ټرسټ چيئرمېن ووئيل چې د ټرسټ لخوا د روزانه په بنياد نزدې 4 لكه مستحق كسانو ته خوراك وركولې شي۔ دغسې د لكھونو په شمېر زلمو ته د آئي ټي ټرېنګ وركولو ٬ میډیکل اسسټېنس، مېرمنو لپاره ووكېشنل ټرېننګ سېنټرز جوړولو او د واټر فلټریشن پلانټس لګولو په شمول نور ګامونه پورته كولې شي۔ د قومي اسبملۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په لويه كچه د انسانيت خذمت لپاره د ټرسټ د اقداماتو ستائنه وكړه۔ سپيكر ووئيل دې ډول ګامونو سره ټرسټ د اولس خذمت كولو سره سره د هېواد د معيشت بهترۍ كښې هم د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔ سپيكر ووئيل د دې ووکېشنل ټریننګ سېنټرز، میډیکل اسسټنس او واټر فلټرېشن پلانټس په څير اقداماتو دائره دې د ګوجر خان په شمول د هېواد تر نورو سيمو پراخا كړې شي دغسې چې د لرې پرتو سيمو اولس هم دې څخه استفاده وكړې شي۔ سپيكر د ټرسټ چيئرمېن ته د انسانيت د خذمت په دې عظيم مقصد كښې د خپله اړخ نه د هر ممكنې مرستې باور وركړو۔