اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د پاکستان اېتھليټكس لوبغاړي ارشد نديم ته په ورلډ ايتھليټکس چيمپئن شپ كښې په سلور مېډال ګټلو مباركي وركړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د مباركۍ خپل پېغام كښې په ورلډ ايتھليټکس چيمپئن شپ كښې د پاکستان لخوا په وړومبۍ تمغے ګټلو مباركي وركړې ده۔ صدر مملكت ووئيل تاسو د لوبو په مېدان كښې د پاکستان بشپړه نمائندګي كړې٬ قام په تاسو فخر لري٬ زمونږ د ټولو دعاګانے تاسو سره دي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل په سباٶن كښې به هم د لوبو په مېدان كښې ستاسو كاميابۍ لپاره لاس په دعا يو