اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) نوموړي فنکار، فلم پروډیوسر او هدایت کار جمال شاه نګران حکومت د وفاقي وزير په حېث سوګند پورته كولو نه پس د جمعې په ورځ د پاکستان نیشنل کونسل آف دی آرټس دوره وكړه۔ د خپلې دورې په مهال ده پاکستان نیشنل کونسل آف دی آرټس كښې د قامی ورثې او ثقافت ډویژن سېكترې فارینه مظهر، ډي جي ایوب جمالی او د پی این سی اے نورو افسرانو سره ملاقات وکړو۔ ایوب جمالی جمال شاه ته تعارفی بریفنګ ورګړو او هغه ئې د پاکستان نیشنل کونسل آف دی آرټس کار په اړه خبر كړو۔ افسرانو ته وينا كښې جمال شاه ووئيل هېواد كښې كلتور او د فنکارانو ورورولۍ ښه والي او پرمختګ له به كار كولې شي۔