اولس له به د روغتيا آسانۍ د هغوي په درشل وركولې شي ٬ خبريالانو او فنكارانو لپاره د صحت كارډ اجراﺀ خوشبينه ده ٬ د وزيراعظم دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د روغتيا او زده كړو آساني د هر وګړي بنيادي حق ګرځولو سره وئيلي دي چې اولس له به د روغتيا آسانۍ د هغوي په درشل وركولې شي ٬ بې وزله وګړو ته بايد د درملنو غوره آسانۍ وركړې شي٬ موجوده حكومت د خبريالانو خېر ښیګړې له كوټلي ګامونه پورته كړې دي٬ خبريالانو او فنكارانو لپاره د صحت كارډ اجراﺀ خوشبينه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د د زيارت په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او د اسټېټ لائف انشورنس ترمينځه د خبريالانو او فنكارانو هېلتھ انشورنس لپاره د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ٬ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم د معيشت او توان كوارډينېټر بلال اظهر کیانی، د اطلاعاتو وفاقي سېكتر سهېل علي خان ٬ پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن، چیئرمین اسټېټ لائف انشورنس شعیب جاوید او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل خبريالانو او فنكارانو لپاره د صحت كارډ اجراﺀ خوشبينه ده ٬ دې لپاره د اطلاعاتو وفاقي وزيرې بنيادي كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل فنكار د هېواد نامه روښانه كوي ٬ خبريالانو او فنكارانو لپاره د روغتيا په برخه كښې اقدامات د نشت برابر وو۔ ده ووئيل د نواز شريف په مشرۍ كښې پنحاب كښې اولس لپاره صحت كارډ جاري كړے شوے وو٬ هلتھ انشورنس كارډ بې وزله اولس او ورستو پاتې طبقو لپاره د نواز شريف لخوا يو ستره ډالۍ وه۔ ده ووئيل تېر حكومت چې كوم هېلتھ كارډ جاري كړو كه هغه يۍ د نجي روغتونونو د لارې چلولې نه وو نو مونږ ته پرې كوم اعتراض نه وو۔ د دغې كارډ او د اولس د محدود وسائلو ناوړه استعمال وكړے شو۔ وزیراعظم ووئيل څوك چې خپلو كوچنيانو له بهر هېوادونو كښې د زده كړو آسانۍ برابرولې شي هغوي ګرانې درملنې هم كولې شي۔ ده ووئيل ما خپله بهر هېوادونو څخه درملنې كړي او دغه مهال مې 80 لكه روپۍ مصرف كړې وې۔ زه سوچ كوم چې بې وزله وګړې دا خرڅونه څنګه زغملې شي۔ ده ووئيل مونږ په لاهور كښې كډني او لېور انسټيټيوټ جوړ كړو۔ دغلته بې وزله وګړو ته د درملنو وېړيا آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ په روغتونونو كښې د 10 روپو فيس هم ختم كړے وو۔ ده ووئيل د روغتيا كارډ په اجراﺀ د انشورنس كمپنيو مننه كوؤ۔ ده ووئيل سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن سركاري اداره ده٬ په پنجاب كښی چې مونږ څنګه صحت كارډ جاري كړې وو ٬ درملنو لپاره دې مناسب واجبات ترلاسه كړې شي او غوره خذمات دې برابر كړې شي۔ بې وزله اولس ته دې د درملنو غوره آسانۍ وركړې شي او د وړو رنځونو سره سره دې د لويو رنځونو درملنې هم باوري كړې شي۔ دې سره به د قائد اعظم د خوب تعبير ممكن شي

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں