اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د ملجم كلاس جنګي جهاز پاك بحريه كښې شموليت دفاعي څانګه كښې په خپلو پښو اودرېدو پلو لويې ګام دے۔ د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم وئېلي چې د ملجم پراجېكټ سره د پاكستان او تركيې ترمينځه نوې لارې پرانستې شوې دي او دا به زمونږ د دوستۍ تلپاتې علامت ثابت شي۔ده ووئيل چې د پاكستان مالياتي او صنعتي پرمختګ سره سمندري تجارتي هلې ځلې څو چنده زياتېدونكې دي او دې سره به بحري څانګه كښې پراختيا لپاره د اضافي صلاحيت ضرورت پیدا شي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې پاكستان كراچۍ نه تر ګوادر د سمندري انفراسټركچر پرمختګ عزم لري دغسې چې په منطقه كښې د سباؤن تجارتي او ټرانس شپمنټ مركز په توګه خپل ځان تيار كړے شي۔ ده ووئيل چې ملجم كلاس جهاز به زمونږ امنيتي ضروريات پوره كولو كښې مهم كردار ادا كړي