د توشه خانې غلا كېس ملزم بانې لټوي٬ په 35 پوښتنو كښې يۍ د يوې ځواب هم ونكړو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ الله تارړ مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 02اګست (اے پی پی)د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي چې د توشه خانې د غلا كيس ملزم د بهانو لټولو هڅې كوي٬هغه په 35 پوښتنو كښې د يوې ځواب هم ورنه كړو۔د شورو په ورځ د توشه خانه كېس سماعت نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې عطاﺀ الله تارړ ووئيل چې يو مشهور تورن په چا چې د هېواد سره د غدارۍ او سائفر كېس دې٬د توشه خانه د غلا او د 9 مئي په پېښو كښې هم ككړ دې۔ده ووئيل چې تورن كله يوه بهانه او كله بله جوړوي دغسې چې د غلا د حساب وركولو څخه بچ شي۔ده ووئيل چې په 40 كښې په دريو پېشو د ملزم حاضري لګېدلې ده۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د توشه خانې تحائف وړلې شوي او خرڅ كړې شوي د دې پېسه چرته بل ځاې لګولې شوې ده۔عطاﺀ الله تارړ ووئيل چې د توشه خانې په اړه 35 پوښتنې وشوې ٬ محترم سره يو ځواب نه وو۔د ملزم وكيل علي ظفر د ټاكنو كميشن په وړاندې ډالۍ خرڅې كړي دي۔ده ووئيل چې په سپريم كورټ كښې د كيس وخت 11 نيمې بجې وو او په سيشن عدالت كښې 9 نيمې بجې وو خو د دې باوجود د تورن لخوا څوك هم په عدالت كښې وړاندې نه شو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں