ګوادر 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان د نورو صوبو برابر ترقي وركول ضروري ګرځولو سره وئيلي دي چې بلوچستان او ګوادر لپاره پېل كړې شوو منصوبو په تېرو 4 كالو كښې مجرمانه لاپرواهي شوې٬ د پي ډي اېم حكومت په تېرو 16 مياشتو كښې د ستونزو باوجود په دې منصوبو بيا كار پېل كړې چې ورسره به ګوادر څخه د پاكستان د پرمختګ نوې دور پېل كېږي، ګوادر به د پاکستان نه بلكې د نړۍ اهم ترين بندرځائ جوړېږي چې ورسره به د بلوچستان او ګوادر اولس پشمول ګرد هېواد ته ګټه وشي او نورو هېوادونو سره به زمونږ روابط لا وده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ګوادر كښې د پرېس کنفرنس په مهال كړې ۔ د بلوچستان ګورنر او وزيراعليٰ٬ د مېري ټائم وزير٬ د منصوبه بندۍ وزير د مواصلاتو وزير هم دوي سره وو۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ په ګوادر كښې مصروف ورځ تېره كړې٬ د يو شمېر منصوبو پرانسته شوې ده او د ځينې د بنياد تيګه ”سافټ لانچنګ” شوېدے۔ وزيراعظم ووئيل د كومو منصوبو چې پرانسته شوې په ھغې د څښلو د اوبو منصوبه هم شامل ده كومه چې د تېرو څو كالو په مهال التواء سره مخ ده دا ھغه منصوبه ده كومه چې په كال 2015 كښې د نواز شريف په دور كښې جوړه شوې او د دې د بنياد تيګه اېښې شوې خو د دې نه پس دا منصوبه په بشپړه توګه ښخه كرې شوې او په دې هېڅ كار نه دې شوې، ګوادر بندرځائ كومه چې د پاکستان اهم بندرځائ دے د دې صفائۍ لپاره د نړيوال معيار مستقل د صفائۍ پروګرام وركړې شوې كوم چې د نړۍ په ټولو بندرځايونو كښې موجود وي خو د دې بندرځائ په كال 2015 كښې په آخري ځل صفائي شوې٬ كله چې زه په كال 2022 كښې د جون په څلورمه نيټه دلته راغلم نو معلومه شوې چې د اوږدې مودې راهسې د بندرځائ صفائي نه ده شوې او د اوبو د ژورتيا كچه كمه شوې ده او سمندري بېړۍ پارك كېدو كښې ستونزې رامخې ته دي نو د دې مونږ په جنګي بنيادونو د صفائي انتظام وكړو او نن صفائي روانه ده او دا به د راتلونكي كال په فرورۍ مارچ كښې بشپړ شي۔ وزيراعظم ووئيل د تېر حكومت په څلور كلن دور كښې ګوادر څخه يوازې د يو لك ټن كارګو شوې كومه چې ډېره كمه ده او زمونږ په 16 مياشتو كښې 6 لكه ټنه كارګو شوې چې ګټه ئې ځائي مزدورانو او ټرك او سېورج مالكانو ته رسېدلے۔ وزيراعظم ووئيل چې د نواز شريف په حکومت كښې ګوادر لپاره د برېښنا د كومې منصوبې چې د بنياد تيګه اېښې شوې په تېرو 4 كالو كښې په 23 كلوميټر ټرانسميشن لائن كوم چې د ايران نه ګوادر راتلل ٶ په ھغې هېڅ كارن ه دې شوې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ټولو ستونزو باجود په شپږ اته مياشتو كښې دا منصوبه بشپړ كړه او نن ګوادر ته سل مېګاواټ برېښنا وركولې كېږي٬ دغسې پنجګور څخه ټرانسميشن لائن د اېف ډبليو او د لارې بشپړ كړې شوې دا ټولې ھغه منصوبې دې كومې چې د نواز شريف په دور كښې پېل شوې دې۔ وزيراعظم ووئيل د دې نه علاوه د زرګونو په شمېر فشرمېنز څوك چې حلا روزګار كوي دوي ته سهولت وركول لپاره هېڅ نه دي شوي٬ نن مونږ 3 زره فشرمېنز ته 2.5 لكه روپۍ وركړې دي او د 82 كروړه روپو دا مرسته به په راتلونكې څو ورځو كښې دوي ته ترلاسه شي چې ورسره به دوي انجڼ واخستې شي٬ دغسې لېپ ټاپ سيكم په كال 2011 كښې په پنجاب كښې پېل شوې او په كال 2013 كښې په وفاق كښې هم دا سيكم معرفي كړې شو۔ وزيراعظم ووئيل نن په ګوادر كښې اے پلس ګريډ ترلاسه كوٶنكو ذهين زده كوٶنكو ته لېپ ټاپس وركړې شول٬ د لېپ ټاپ ترلاسه كولو هم يو معيار دے او ھغه مېرټ٬ سفارش او خپلولي نا۔ وزيراعظم ووئيل د آبادۍ تناسب سره په لېپ ټاپ سکيم كښې د بلوچستان برخه 6 فيصده ده خو ما احسن اقبال ته خواست كولو سره دا برخه 14 فيصده كړې ده، راتلونكې كال كښې به دا برخه اتلس فيصده كوٶ۔ وزيراعظم زمونږ خواهش دې چې د كراچۍ٬ لاهور او پېښور غوندې كوئټه كښې هم ترقي او خوشحالي وي۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان له لوي څښتن معدنيات وركړې دي سوئي ګېس، ريکوډك او سينډک په صورت كښې دلته خزانې ښخې دي چې پرې د صوبو د اولس وړومبې حق دے ۔ وزيراعظم ووئيل د ريکوډك په معامله د پاكستان حکومت ته اربونو روپو زيات شوې او ځائي اولس ته د ېوي پېسې فائده نه دې رسېدلے٬ په ګوادر وړومبې حق د ګوادراو د بلوچستان د اولس دے٬ ځائي اولس ته به د بندرځائ جوړېدو سره د څښلو اوبه، تعليم، صحت او روزګار وركول پكار دي دغسې چې اولس پوهه شي چې د پرمختګ دا منصوبې دوي لپاره دي چې ورسره به نه يوازې د دوي د ژوند معيار لوړ شي بلكې په سيمه كښې به معاشي پرمختګ خوشحالي هم راشي۔ ۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبو كښې ګوادر لپاره په سكرو د چلېدونكې توان منصوبې كابينې منظوري وركړې ده كومې څخه چې به 300 مېګاٶآټ برېښنا پېدا كېږي او نېپرا د دې د ټېرف هم اعلان كړې دې۔ وزيراعظم ووئيل چې د چين د حكومت هم مننه كوٶ چا چې تقريباً 30 اربه ډالره سرمايه كاري كړې او اوس به دې كښې اضافه وشي۔ وزيراعظم ووئيل چين ايګزم بېنك د پاکستان 2.4 اربه ډالره قرضه رول اوور كړه۔ وزيراعظم ووئيل زه د بلوچستان اولس په خاص توګه زده كوٶنكو انجونو او ځوانانو ته وائيم كوم خلق چې زمونږ خېرخواه دي او كومو هېوادونو چې د شرطونو نه غېر زمونږ مرسته كړې په دې مونږ د چين د صدر شي جن پنګ مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل چې زمونږ وروڼو هېوادونو سعودي عرب، يو اے اي او قطر د پاكستان بلها مرسته كړې ده كومه چې به مونږ تل ياد ساتو، ګوادر به د پاکستان نه بلكې د نړۍ په تندۍ ترقي كوٶنكې بندرځائ جوړېږي او ځائي اولس به وړومبې او ټول پاكستان ته به د دې بيا ګټه رسي او نورو هېوادونو سره به زمونږ روابط زيات شي۔ وزيراعظم د نويے سي اي او نيپانګ ستائنه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې ھغه به خپله تجربه كارلو سره د دې پروژې مخ په وړاندې بوتللو كښې خپل بشپړه كردار ولوبوي