د سينيټ د خارجه چارو قائمه كميټۍ غونډه د اګست په اولنۍ نيټه پارليمنټ هاؤس كښې كيږي

image

اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ غونډه د اګست په اولنۍ نېټه په پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې غونډه كښې به ګډون كوؤنكو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل كښې د اسرائيل لخوا په پاكستان د لګېدونكو تورونو په ځواب كښې د پاكستان د غبرګون او د افغانستان له خاورې څخه په پاكستان كښې د امنيتي ځواكونو په ضد په دې وروستيو كښې د ترهګرۍ كارروائيو په تناظر كښې د افغانستان په اړه روانه خارجه پالېسۍ كښې د پاكستاني اقداماتو په اړه بريفنګ وركولې شي۔ د غونډې مشري به د كمېټۍ چئيرمېن فاروق اېچ نائيك كوي۔ غونډه كښې به د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں