د هېواد په بره سيمو كښې په ځيني ځايونو د باران او په غرونو د واوري ورېدو امكان دے۔د موسميات محمكه

image

اسلام آباد19جنوري (اے پي پي) د هېواد په بره سيمو كښې په ځيني ځايونو د باران او په غرونو د واوري ورېدو امكان دے۔د موسمياتمحکمې له مخې نن د جمعي په ورځ بره خېبر پښتونخوا،کشمیر، ګلګت بلتستان ، شمالی پنجاب او شمالی بلوچستان كښې په ځيني ځايونو باران او په غرونو د واوري امكان دے۔د تيرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك ؤ دغسې بلوچستان، بره سندھ او جنوبی/وسطی پنجاب كښې په ځيني ځايونو باران شوے۔تر ټولو زيات باران بلوچستان ګوادر كښې 25، جیوانی كښې 21،پسنی كښې 17، تربت كښې11، قلات كښې 08 ، پنجګوركښې 07، کوئټه (سمنګلی كښې 03 ،شیخ ماندا كښې 01 )،ژوب كښې 05، سندھجیکب آباد كښې 03، سکھر كښې 01 او پنجابخان پور كښې 01 ملی میټر باران ریکارډ كړے شوے۔په دې مهال هېواد كښې كم نه كم درجه حرارت استور، لهه ، سکردو كښې منفی12،کالام كښې منفی 10،ګوپس كښې منفی 09،بګروټ كښې منفی 07 ،مالم جبه كښې منفی 06،زیارت ، پاراچنار،دیر كښې منفی 05 او سیدو شریف كښې منفی 04 ډګري سینټي ګريډ ریکارډ كړے شوے

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں