اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي مونږ په پاك پوځ وياړ لرو ، د پوځ قربانۍ نظر انداز کول ناممکن نه دي، اپوزیشن ګوندونو د الیکټرانك ووټنګ مشین ډیمو هم نه ده كتلي او د دغې ئې مخالفت پيل كړے ، اپوزیشن ګوندونه بايد جمهوري رويه اختیار کړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې كړې ۔ده ووئيل د 2018ء په ټاكنو كښې پاك پوځ د پریذائیډنټ آفیسرز ډيوټي نه ده كړې او نه ئې د ووټونو شميرې كړي ، د پوځ ذمه واري تر امنيتي چارو وه، د پاکستان آئین د دې خبرې اجازه وركوي چې د كوم هم حکومت هم اولسي غونډه وي يا لاريون یا د كومو نورو مسائلو په موقع د امن او امان یا نورې مرستي لپاره كه ضروري وګڼلے شي نو پوځ رابللے شي۔ده ووئيل مونږ په پاك پوځ وياړ لرو، پاك پوځ د پاکستان د امن او سلامتیا لپاره په پولو د خپلو ځانونو قرباني وركړي ، سیلاب، د زلزلې او د کورونا وباء پشمول كله چې هم حاجت وي پاك پوځ خپل كردار ترسره كوي۔ وزیر مملکت فرخ حبیب ووئيل اپوزیشن ګوندونو د الیکټرانك ووټنګ مشین ډیمو هم نه ده كتلې او د دې مخالفت ئې پيل كړے ،مونږ د الیکشن کمېشن سره په رابطه كښې يو ، الیکشن کمېشن خپل ټیکنیکل ایویلیوایشن کمېټي جوړه كړي كومه چې به د الیکټرانك ووټنګ مشین په اړه ټولو څيزونو