کراچۍ ۔28 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په افغانستان کښې كه اداري خلا له پامه وغورځول شي نو بحراني وضعیت رامینځة کېدی شي. پیپلز ګوند او مسلم لیګ ن باید د خپل حکومت فعالیت خلکو ته وړاندې کړي۔ شریف كورنۍ دې لوټ كړې پېسه هېواد ته بېرته وركړي۔ د وفاق لخوا سندھ ته وركړې كېدونكې رقم دې په اولس مصرف كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د افغانستان وضعې ته په ژور نظر ګورؤ۔ ټوله نړۍ د ستنېدو په عمل کښې د پاکستان د هڅو ستائنه کوي۔ كومو هېوادونو چې په پي آئي اے بندېزونه لګولي دي هغه افغانستان څخه د خپلو وګړو ويستلو له پي آئي اے ته خواستونه كوي۔ پرېكړې د طاقت په ځائې بايد عقلمندۍ سره وكړې شي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې دا مهال انخلا تر ټولو مهه مسئله ده خو افغانستان كښې د انخلا نه لويه مسئله د اداري خلا ده۔ افغانستان کښې دې خلا ته پام نه کول د بحراني كېفېت سبب ګرځېدے شي۔ د اطلاعاتو وزیر ووئیل چې نړۍ باید پاکستان ته پېښی خطرې محسوس كړي۔ پاکستان له دې نه وړاندې هم د افغانستان په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې وې، وزیر عمران خان چې په دې اړه كومه خبره كړې ريښتيا ثابت شوې ده۔ هغه ووئيل كه نړۍ د پاكستان په مشوره عمل كړې وې نو نن به صورتحال په زړه پورې وې او كه نن هم د پاكستان په مشوره عمل وكړې شي نو سبا به صورتحال پياوړې وي۔ هغه ووئيل نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرې نږدي ، د نړۍ هیوادونه له یو بل سره تړلي دي ، دوی باید د یو بل خيال وساتي۔ وفاقي وزير ووئيل نړۍ دې د افغانستان د يو ناكامه هېواد كېدو انتظار نه كوي۔ افغانستان كښې حكومت جوړول د افغان اولس كار دے۔ افغانستان كښې بايد يو بشپړه حكومت جوړ كړے شي۔ افغانستان كښې د حكومت سازۍ حوالې سره د طالبانو بيانونو د ډاډ وړ دي۔ هغه ووئيل د افغانستان موجود چارواكو سره خبرو كولو ته اړتيا ده۔ نړۍ دې په معاشي پرمختګ او ګورننس كښې د افغانستان مرسته وكړي۔ هغه ووئيل پاكستان تحريك انصاف خپله درې كلنه كاركردګي (2018 – 2021) اولس ته وړاندې كړې ٬ د سندھ اعلی وزير دې د خپلې 13 كلنې كاركردګۍ نه اولس خبر كړي۔ مسلم ليګ نون بايد د خپل دور كاركردګي اولس ته وړاندې كړي۔ مخالفې ډلې كله هم اصل مسئلې په ګوټه كړې نه دي۔ هغې كله هم د افغانستان صورتحال ٬ خارجه پالېسۍ او اقتصادي پرمختګ په اړه خپلې خپله تګلاره اولس ته ښودلې نه ده۔ هغه ووئيل د خزانې وزير وئيلي دي چې د كورونا وائرس وباﺀ باوجود د هېواد معاشي صورتحال مخ په ښه كېدو دے۔ د كورونا په مهال د غوره ګامونو پورته كولو حوالې سره پاكستان په درېم لمبر راغلے۔ هغه ووئيل كرنټ خساره د 20 اربه ډالره نه په درې كاله كښې كمېدو سره 1.8اربه ډالره ته راغلې۔ د زرمبادله پنګې 16.4اربه ډالر نه 27 اربه ډالره ته رسېدلي دي۔ ټېكس وصولۍ 3800 اربه روپو نه 4700 اربه روپو ته تلي دي۔ ترسیلات زر 19.9ارب ډالره نه زياتېدو سره درې كاله كښې 29.4 ارب ډالره شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل په درې كاله كښې د صنعتونو شرح نمو كښې 18 فيصده اضافه شوې۔ د سيمنټ پېداوار 42 فيصده زيات شوې۔ د كركيلې څانګه كښې كرونده ګرو ته د 1100 اربه روپو اضافي آمدن ترلاسه شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل پی ډی اېم جلسی كوي۔ دې نه وروسته به فضل الرحمن ناروغه شي۔ مسلم ليګ نون بايد تر ټولو وړومبے خپل لارښود وټاكي۔ لندن كښې شريف كرنۍ په يوه ښادۍ ملين ډالرز مصرف كړي۔ هغوي دې په داسې دستورو كښې لوټ كړې پېسې نه مصرف كوي۔ دا بايد پاكستان ته بېرته وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د سندھ اولس لپاره د روغتيا په آسانيو هېڅ كار نه دے شوے۔ سندھ حكومت نه خپله كار كوي او نه وفاق كار كولو ته پرېږدي۔ هغه ووئيل وفاقي حكومت سندھ لپاره 1100 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ هغه ووئيل صوبو ته به په آرټیکل 149 اے عمل كول وي او بلدياتي حكومتونو ته بايد اختيارات منتقل كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل افغانستان څخه تر دې دمه د 4400 غېر ملګي وګړو په ويستلو كښې مو مرسته كړې ده۔ غېر ملكي وګړو لپاره مو خپلې پولې پرانستلې دي۔ كوم افغانان چې وېزې او سفري دستاوېزات لري پاكستان ته راتللے شي۔ مستحكم افغانستان لپاره به ټولو له كار كول وي۔ هغه ووئيل د افغانستان په استحكام كښې به ټولو له مرسته كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې په ګرانۍ كښې 27 فيصده او آمدن كښې 37 فيصده اضافه شوې ده۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د كركيلې او صنعت حوالې سره يو شمېر ګامونه پورته كړي دي۔ د هېواد 60 فيصده وداني كركيلې سره تړون لري دوي ته 1100 اربه روپۍ اضافي وركړې شوې دي۔ د غنمو قيمت د من په سر د 1200 نه زياتولو سره 1800 روپۍ او د ګني د 135 نه 300 ته رسولې شوې دې۔ د موټرسائېکلو ٬ ګاډو او ټرېكټرو په اخستو كښې يو په دوه اضافه شوې ده۔ هغه ووئيل حكومت ميډيا ملازمين لپاره يو شمېره ګامونه پورته كړل۔ حکومت میډیا مالکانو ته 70 كروړه روپۍ جاري كړې دي ولې سره د دې د ميډيا ملازمينو په تنخا كښې اضافه نه ده شوې۔ ميډيا مالكان بايد د خبريالانو په تنخاګانو كښې اضافه وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل په پاكستانۍ پوله د افغان كډوالو هېڅ بوجھ نشته ٬ تر دې دمه د 400 افغان كډوالو رجسترېشن شوے دے كه دا بحران زياته موده پاتې شو نو صورتحال ناوړه كېدې شي۔ افغانستان څخه راتلونكو كډوالو له په پولو انتظامات كوؤ ولې چې د دوئي مرسته زمونږ فرض دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاکستان میډیا ډوېلپمنټ اتھارټی كښې د ميډيا وركرز حقونو او فېك نيوز نه علاوه هر ډول بدلون كولو ته چمتو يؤ۔ هغه ووئيل ميډيا ملازمينو ته د څو مياشتو نه تنخاګانې وركړې شوې نه دي كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔ داسې بايد ونكړې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم ټول عمري كمزورې طبقې سره د اودرېدو درس وركړے دے او مونږ به كمزورې طقې سره اودرېږو