اسلام آباد۔27اګست(اے پی پی) تېره ورځ د كابل هوائي ډګر چاؤدنو كښې د پنجاب يو وګړے هم ژوبل شوے كوم چې نزدې روغتون كښې درملنو له داخل كړے شوے۔ د ژوبل شوي وګړي يو عزيز اے پي پي سره خپلو خبرو كښې ووئيل زما د تره زوې هوائې ډګر ته تللے ؤ چرته چې هغه د چاؤدنو پېښو كښې ژوبل شو۔ هغه زياته كړه چې زه دلته روغتون ته د هغه تپوس پوښتنې له راغلے يم۔ هڅه كوم چې دننه لاړ شم ولے اړوند چارواكي ما دننه تللو څخه منع كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زما تعلق د پنجاب څخه دے۔ دلته كار له راغلے ووم٬ حالات سم نه دي ځكه بېرته تلل غواړم۔ دا خبره دې ياده وي چې تېره ورځ د كابل په نړيوال هوائي مېدان د دوو چاؤدنو په نتيجه كښې په درځنونو كسان مړه او 140 ژوبل شوي وو