چې هېواد كښې د قانون حكمراني وي نو ټولې مسئلې به له مينځه لاړې شي

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي زمونږ جنګ د حقونو او د قانون د سرلوړۍ دے٬ چې هېواد كښې د قانون حكمراني وي نو ټولې مسئلې به له مينځه لاړې شي٬ د هېواد قرض 24 زره اربه ته رسوٶنكي په زندان كښې د ټي وي او اے سي آسانۍ لري٬ لوے جرمونه كوٶنكو به زياتې آسانۍ لرلې٬ د بې وسو په كور كښې دا آسانۍ نشته٬ د پخوانو واكمنو د عياشو له امله بې وسه طقبې چقېږي كومې چې مونږ له راپورته كول دي٬ پاکستان به د مدينې رياست په قالب كښې اچوٶ٬ د اسلامي تعليماتو له مخې به اقليتونو ته بشپړ تحفظ وركوٶ٬ د قرآن امر دے چې په چا په زبردستۍ اسلام نشې منلې كېدې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اقليتونو قامي ورځې په موقع خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري او د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې پشمول پارلماني غړو او د اقليتي ورورولۍ تعلق لرونكو په لويه كچه ګډون كړولو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل مونږ هېواد د مدينې رياست په طرز يو جديد رياست جوړول غواړو ٬ د مدينې د ریاست پحقله يو واضح ويژن لرو ٬ ده ووئېل په دې ټول پوهه دي چې دلته چا چا د اسلام په نامه خپل دكانونه جوړ كړې٬ ده ووئيل پاكستان يوازنې هېواد دے چې د اسلام په نامه جوړ شوے او مونږ لپاره د مدينې رياست يوه نمونه ده٬ كومه چې حضورۖ جوړه كړې ده۔ ده ووئيل د مدينې د رياست لوستې نه غېر د پاكستان د جوړېدو مقصد نه شي ترلاسه كېدې٬ د مدينې رياست د اصل ويژن نه به قام خبروٶ۔ وزیراعظم ووئيل د ملامه اقبال ویژن زمونږ په وړاندې دے٬ د مدينې رياست پاكسان لپاره د يو ماډل حېثيت لري۔ وزیراعظم ووئيل په پوهنتونونو كښې به مونږ د مدينې په رياست پي اېچ ډي كوٶ٬ د نړۍ پرمختيائي هېوادونو د مدينې د رياست اصولو له مخې پرمختګ كړې۔ ده ووئيل حضور اکرمۖ 1400 كاله وړاندې د مدينې رياست په نوم جديد رياست جوړ كړے او خپلې آخري خطبه كښې ئې فرمائيلي ٶو مونږ ټول د رنګ او نسل نه پرته د حضرت آدم اولاد يو۔ وزیراعظم ووئيل حضور اکرم ۖ د مدينې د رياست بنياد په اصول او قوانين اېښې دے او د عدل او انصاف پحقله ئې يو مثال جوړ كړې٬ ده ووئېل د نجران نه تللې د مسيحي ورورولۍ خلق ئې په مسجد نبويۖ كښې مېشته كړې وو ٬ ھغوي سره ئې لوظنامه كړې وه او فرمائئ مسلمانان به تر قيامته د دوي د عبادت ځايونو حفاظت كوي٬ مونږ له به په اولس كښې د مدينې د رياست سوچ پېدا كول وي٬ وزيراعظم عمران ووئېل د اقليتونو پشمول ټول خلق چې يو موټې شي نو ورسره هېواد مضبوطېږي۔ وزیراعظم ووئيل د قرآن پاك امر دے چې په دين كښې څوك په زبردستۍ نشي شاملېدې ٬مېرمنو سره په زور زبردستۍ واده او دوي په اسلام كښې داخلول غېر اسلامي فعل دے او په دې لړ كښې سندھ كښې د پېښو رامخې ته كېدو مو اورېدلې دي۔ ده ووئيل د اسلامي تاریخ لوستې كولو سره په دې خبره رسېدې شو چې څوك اسلام كښې په زوره داخلول د قرآن او سنت د تعليماتو نه بې خبري ده۔ ده ووئيل د مدينې په رياست كښې د وخت خليفه هم د يهودي وګړې په مقابل كښې خپله مقدمه بائيللې وه او هلته اقليتي وګړو ته برابر حقونه ترلاسه وٶ۔ ده ووئيل د حضور اکرمۖ ژوند به مونږ لپاره ترقيامته مثال وي۔ وزیراعظم ووئيل كه نن مونږ چرې اوګورو لوي لوي شخصيات څوك چې په اقتدار كښې پاتي او اولس مشر او وزيراعظم هم پاتي وٶ ھغوي د خپل كرپشن په ضد عدالتونو كښې ځان بې قصوره ثابتوي٬ حالانه ما 7 دستاوېزات جمع كړي ځكه چې زه د ګوند مشر او ځواب وركوٶنكې ووم٬ ده ووئېل كومو كسانو چې په لسو كالو كښې د دې هېواد قرض د24 زره اربه نه زيات كړو نه چې ځواب اوغوښتلې شي نو ھغوي دا انتقامي كاروائي ګرځوي۔ ده ووئيل زمونږ مسئلې د مدينې رياست په اصولو د عمل نه كولو په سبب رامخې ته دي٬ د مديني رياست د عدل او انصاف پحقله يو مثال ٶ٬ مونږ له هېواد د مدينې د رياست په قالب كښې اچول دي٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل زمونږ 50 فيصده آبادي تعليم نه لري٬ ده ووئيل د قانون حكمرانۍ نشتوالي په سوب د هېواد قرض 24 زره اربه زياتونكي ځواب نه وركوي۔ ده ووئيل دلته د 43 فيصده ماشومانو خصمانه سمه نه كېږي٬ د بلوچستان، سندھ او د راجن پور غوندې د پاتې سيمو د اولس هم په هېواد برابر حق دے٬ په وړومبي ځل مونږ قبائيلي ضلعو ته زيات فنډز وركړې۔ وزیراعظم ووئيل د تېرو واكمنو د عياشتو په سوب بې وسه چقېږي۔ ده ووئيل اقليتي ورورولۍ ته به حقونه وركولې شي ٬ د دوي د عبادت د ځايونو به تحفظ كولې شي٬ کرتار پور او ننکانه صاحب سکھانو لپاره ډېر اهمیت لري، د بابا ګرو نانك 585م تلين په موقع مونږ د كرتارپورا راهدارۍ پرانستلو منصوبه لرو ٬ سکھانو ته به کرتارپور او ننکانه صاحب كښې مذهبي رسومات ادا كولو لپاره بشپړه آسانۍ وركوٶ٬ ده ووئېل اقليتونو لپاره چې زمونږ نه

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں