د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د عرب امارات حكومت او اولس ته د قومي ورځې په مهال مباركي

image

اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د عرب امارات حكومت او اولس ته د قومي ورځې په مهال مباركي وركړې ده۔ په خپل خصوصي پېغام كښی ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ نه يوازې پخوانۍ سياسي ٬ مذهبي او سماجي اړيكې دي بلكې د تجارت او معيشت په څانګو كښې مرسته هم مثال نه لري۔ ده ووئيل د عرب اماراتو موجوده ترقي ددې د مشرتابه د غوره وژن عكاسي كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او عرب امارات ترمينځه په نړيوالو چارو همغږي موندلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس او رياست په دې مهال د عرب اماراتو په خوشحالو كښې شريك دې

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں