د شفقت محمود نړيوال ډونرز سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د ښونځي نه بهر ماشومان ښونځي ته راوسل زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ په دې لړ كښې د وزيراعظم لخوا جوړ كړې شوي ټاسك فورس سفارشات مرتب كړي دي كوم به چې د منظورۍ نه پس زر نفاذ كولې شي۔ نړيوال ډونرز سره ملاقات كښې سفقت محمود ووئيل هېواد كښې د سكول ماشومانو يو لويه شمېره د سكول نه بهر ده ٬ د حكومت پاليسي ده چې د سكول نه بهر ماشومان بېرته سكول ته راوستلې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په دې لړ كښې يو ټاسك فورس جوړ كړې كوم چې خپل سفارشات مرتب كرې دي او ډېر زر به د وزیراعظم د منظورۍ نه پس عملي كول پېل كړې شي۔ په دې موقع نړيوال ډونرز د تعليم وزير سره په خبرو كښې د سكول نه بهر دوه نيم كروړه ماشومان يوه لمحه فكريه ګرځولو سره ووئيل چې د ماشومانو په سكولونو كښې داخلے ونه شوې نو د پاكستان معيشت ته به 461 كهربه ډالره زيان ورسي۔ دوي ووئيل كه لس فيصده ماشومان هم په پرائمري سكولونو كښې داخلے كړې شول نو معيشت ته به 8 اربه ډالره ګټه وشي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں