د پي اېف سي د ديامر بھاشا او مهمند ډېمونو جوړولو له د 10 لكهه روپو عطيه كولو اعلان۔ راروانو ورځو كښې به نور عطيات جمع كولې شي۔ د پاكستان فرنيچر كونسل چیف اېګزېكټو میاں محمد کاشف اشفاق

image

لاهور ۔09 ستمبر(اے پی پی)پاکستان فرنیچر کونسل (پی اېف سی) ديامر بھاشا او مهمند ډېمونو جوړولو له د 10 لكهه روپو عطيه كولو اعلان كولو سره فنډز جمع كولو له د وزيراعظم عمران خان لخوا په دې لړ كښې د پورته كړې شوي ګام په زړه پورې ملاتړ كړې۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې د پاکستان فرنیچر کونسل چیف اېګزېكټو مياں محمد كاشف اشفاق ووئيل وخت راغلې چې مونږ د يو قوم په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره د اوبو په ستونزه قابو ومومو او خپلو راتلونكو نسلونو ته يو څوكاله پاكستان وركړو۔ ده ووئيل مونږ به راروانو ورځو كښې دې فنډ ته نورې عطيې وركړو او په دې لړ كښی به فرنیچر مېنو فیکچررز، ډیزائنرز او انوېسټرز سره ملاقاتونه هم وكړو دغسې چې د يو شريك فلېټ فارم څخه ډېم لپاره فنډ جمع كړې شي۔ میاں محمد کاشف اشفاق ووئيل پاكستان نړۍ كښی د اوبو زيات كمي سره مخ 36 هېوادونو كښې شامل دے۔ او دا هېواد د هغه هېوادونو په فهرست كښې هم شامل دې چرته چې خلق د څښلو پاكو اوبو نه غېر په ژوند كولو مجبور دي۔ پاكستان كښې 16 ملين خلق هغه اوبه كاروي كومې چې د بېلو بيمارو جراثيمو آلوده كړي دي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد كښې د دريابونو څخه پټو ته د اوبو منتقل كوونكو نهر او نالو كچه كېدو په سوب 40 فيصد اوبه ضائع كېږي

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں