د پاكستان رېلوے خساره په كال 2013ﺀ كښې 30 ارب 50 كروړه روپۍ وه كومه چې په 2018ﺀ كښې زياتېدو سره 40 ارب 70 كروړه روپو ته رسېدلې ده۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد وئيلي دي چې د پاكستان رېلوے خساره په كال 2013ﺀ كښې 30 ارب 50 كروړه روپۍ وه كومه چې په 2018ﺀ كښې زياتېدو سره 40 ارب 70 كروړه روپو ته رسېدلې ده۔ د رېلوے د غېر ضروری مزكې په ليز د وركولو يا خرڅولو په اړه وړاندېز به د نهې په ورځ د كابينې غونډه كښې وركولې شي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور محسن عزيز ٬ كلثوم پروين او د نورو غړو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل په كال 2012-13ء كښې د ریلوے خساره 30 ارب 50 کروړ روپۍ وه۔ په كال 2015-16ء كښې دا خساره تر 27 اربه روپو راوستلې شوه ولې په كال 2016-17ء كښې د رېلوے خرڅونه په يو كال كښې 10 اربه 80 کروړه روپو څخه زيات شول چې په نتيجه كښې ئې د رېلوے خساره په روان كال كښې 40 ارب 70 كروړه ته ورسېده۔ ده ووئيل د رېلوے ټوله اراضي 170 زره اېكړه ده په دې كښې 126زره اېكړه كارولې شي۔ 20 زره اېكړه مونږ سباؤن له ساتلې۔ د باقي پاتې په ليز وركولو يا خرڅولو په اړه به يو وړاندېز د كابينې غونډې ته وركولې شي۔ ده ووئيل د رېلوے په مزكو ناست

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں