په قلعه عبدالله كښې د اے اېن پي د صوبائي اسمبلې كانديد انجيئر زمرك خان اچكزي په حجره د نامعلومو كسانو په ډزو كښې د ګوند مركزي نائب صدر داؤد خان اچكزي ژوبل شوے

image

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) په قلعه عبدالله كښې د اے اېن پي د صوبائي اسمبلې كانديد انجيئر زمرك خان اچكزي په حجره د نامعلومو كسانو په ډزو كښې د ګوند مركزي نائب صدر داؤد خان اچكزي ژوبل شوے۔ د لېويز له مخې د قلعه عبدالله په پېرعلي سيمه كښې نامعلومو وسله والو د اے اېن پي د صوبائي اسمبلې كانديد زمرك خان اچكزي په حجره ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې هلته موجود د عوامي نېشنل ګوند مركزي نائب صدر داؤد خان اچكزي ژوبل شو كوم چې روغتون ته رسول شوے۔ په ډزو كښې زمرك خان بچ شوے۔ لېويز سيمه محاصره كولو سره د تورنو لټون لپاره عمليات پېل كړي دي۔

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں