د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال اسلام آباد ٬ پنډۍ ٬ ګوجرانواله ٬ لاهور ٬ ملتان ٬ بهاولپور ډويژن ٬ مالاكنډ ٬هزار ډويژن ٬ فاټا ٬ كوئټه ژوب ٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې په ځينو سيمو د باران امكان دے۔ د موسمياتو څانګه

image

اسلام آباد ۔ 5 جولائی (اے پی پی) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال اسلام آباد ٬ پنډۍ ٬ ګوجرانواله ٬ لاهور ٬ ملتان ٬ بهاولپور ډويژن ٬ مالاكنډ ٬هزار ډويژن ٬ فاټا ٬ كوئټه ژوب ٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې په ځينو سيمو تندو هواګانو او د برېښنا پړقا سره د باران امكان دے۔ دغسې د هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم ګرم وي۔ د راپور ترمخه د تېرو 24 ساعتونو په مهال په بره او منځني پنجاب ٬ اسلام آباد او كشمير كښې په ځينو سيمو او خېبر پختونخوا ٬ سوئيلي پنجاب او باركھان كښې تندو هواګانو او د برېښنا پړقا سره باران شوې۔ تر ټولو زيات باران بھکر كښې 72 ملی میټر، جوهرآباد 65، اوکاړہ، ساهیوال 60، سرګودھا 60، لاهور 38، مری 36، جھنګ 34، نورپورتھل، چکوال 32، ټوبہ ټېک سنګھ 25، بهاولنګر 23 او اسلام آباد كښې 22 ملي ميټر ريكارډ كړې شوې

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں